د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري، ویلي چې که د دغه هېواد بندرونه وګواښل شي، نو په سیمه کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نه شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د فارس خلیج او د عمان سمندر امنیت «یا د ټولو لپاره دی او یا د هېچا لپاره نه دی.»
ذوالفقاري دا هم ویلي، چې تهران به د جګړې له پای وروسته د هرمز تنګي د کنټرول لپاره یو سېستم رامنځته کړي.


