د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په یوه ټویټ کې د امریکا او په ځانګړي ډول د دغه هېواد ولسمشر پر تګلارو انتقاد کړی دی.
قالیباف د ټرمپ په سیاسي شعار «Make America Great Again» ته په اشارې پوښتنه کړې چې واشنګټن به د جګړې له لارې څه شی «بیا ستر» کړي؟
نوموړي په طنزیه ډول ویلي، چې د امریکا پالیسي په حقیقت کې د انفلاسیون، اقتصادي فشار، د شتمنو واکمنۍ او سیاسي فساد سبب ګرځېدلې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ اوربند پای ته رسېدونکی دی او د دویم پړاو مذاکراتو پیل لا هم ناڅرګند دی.
