د سپاه پاسداران د هوایي ځواک قوماندان مجید موسوي وسلي، چې تېره ورځ (سه شنبه) یې د سعودي عربستان په الخرج ښار کې د امریکايي پیلوټانو او الوتکې عملې پر هستوګنځي ډرون او توغنديز بریدونه کړي.
نوموړي ادعا کړې، چې دغو بریدونو کې یې د امریکایي پیلوټانو او د الوتکو د عملې ۲۰۰ کسیزه غونډه په نښه کړې.
له بل لوري د امریکا جګړې وزارت د سپاه پاسداران دې ادعا ته کوم غبرګون نهدی ښودلی.
د ویلو ده، چې ایران څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان په شهزاده سلطان هوایي ډګر کې د امریکا څو لویې الوتکې او پوځیان هم په نښه کړي وو.
