نړیوالې رسنۍ وایي، تازه څو شېبې وړاندې د صهیونیستي رژیم په یافا او تل ابیب ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د دغه رژیم له خوا د اشغال شوي فلسطین په شمال او جنوب کې د خطر زنګونه کړنګېږي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د صهیونیستي سرچینو له قوله لیکلي، چې له ایرانه پر صهیونیستي اسرائیلو بل پړاو توغندیز بریدونه پیل شوي.

ورته مهال یوې ایرانۍ سرچینې له سي‌اېن‌اېن خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې اسرائیلي تېري ته به یې د هېواد ځواب سخت وي او بریدونه به یې لا پراخ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version