ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي امنیت شوری د «شوری دفاع» په نوم د یوه نوي بنسټ د جوړېدو طرحه تائید کړې ده.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاد بنسټ به دفاعي پلانونه څېړي او چارې به یې د وسله والو ځواکونو پر ظرفیت لوړولو متمرکزې وي.

راپور زیاتوي، د دې شوری مشري د ولسمشر پر غاړه ده او د دغه هېواد د دفاع، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت یو شمېر چارواکي یې غړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version