بلوچستان کې په وروستیو میاشتو کې د کان‌کېندنې د سترو پروژو پر ماشینرۍ او کارکوونکو له بریدونو وروسته بهرني شرکتونه دغه ایالت کې پر پانګونې زړه نا زړه شوي.

‏رویټرز راپور ورکړی، چې کاناډایي شرکت «باریک ګولډ» د بلوچستان ایالت د ریکو ډیک د سرو زرو او مسو د سترې پروژې د ټولو اړخونو بیا ارزونه پیل کړې ده.

د یاد شرکت مسؤلینو ویلي، چې دا پرېکړه د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت او د وروستیو پېښو له زیاتېدو وروسته شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version