د ایراني رسنیو د راپورونو لهمخې، د دغه هېواد په قم او خوزستان ولایتونو کې ۷۶ کسان د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته د جاسوسۍ په تړاو نیول شوي.
راپور زیاتوي، له دې ډلې ۵۴ تنه د ایران په خوزستان ولایت کې او ۲۲ نور د دغه هېواد په قم ولایت کې نیول شوي دي.
ویل شوي، چې یاد کسان د صهیونستي رژیم په ملاتړ شایعاتو خپرولو، د نظام پر ضد د تبلیغاتو او د عامه امنیت د ګډوډۍ د هڅو پر مهال نیول شوي.
د ویلو ده، چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د ایران استخباراتي کارکوونکو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې لسګونه کسان یاد رژیم ته د جاسوسۍ په تور نیولي.