
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په لرستان ولایت کې د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې چاودنه تېره ورځ (سهشنبه) مازدیګر مهال د بیران ښار اړوند په یوه لرې پرته ـسیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران د سپاه پاسداران اړوند سرچینو ویلي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو وضعیت نازک دی، چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.