د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد سیستان او بلوچستان ولایت کې پر پولیسو وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې درې پولیس وژل شوي دي.

د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې برید چابهار ښار کې د پولیسو پر امنیتي ګزمې شوی، چې د حسین، عباس او حمید رضا په نوم درې پولیس وژل شوي.

ایراني پولیسو د برید پړه پر جیش‌العدل سني وسله‌والې ډلې اچولې او ادعا یې کړې، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې د دغې ډلي یوه جنګیالي هم ژوند بایللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version