د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي چين هېواد ته د سفر په لړ کې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې(UIC) په ۱۲مه کنګره کې ګډون وکړ.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې سږ کال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې ۱۲مه کنګره د چين هېواد په کوربتوب او د دغه هېواد د لومړي وزير د مرستيال په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د نړۍ له ۶۰ هيوادونو څخه لوړ رتبه چارواکو، د اوسپنې پټلۍ ماهرينو، کارپوهانو، څېړونکو او د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مسؤولينو ګډون کړی وو.

حق‌شناس زیاتوي، چې په دغه کنګره کې د ګډونوالو ترمنځ په نړيواله کچه د اوسپنې پټلۍ د وروستيو انکشافاتو، پرمختګونو، ظرفيت لوړونې او عصري ټکنالوژۍ کارونې په تړاؤ مفصل بحثونه او نظرونه تبادله شوي.

د ویلو ده، چې افغانستان له ۲۰۱۳م کال راپدېخوا د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې فعال غړيتوب لري او هڅه کوي، چې د نړيوالو ميتودونو او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه معياري او ظرفيت يې لوړ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version