
تېره شپه ناوخته د ایران کرمان ولایت فهرج ولسوالۍ کې د ایراني امنیتي ځواکونو پر یوه چېک پوسټ وسلهوال برید شوی.
د ایران فارس خبري اژانس ویلي، چې دې برید کې یو پولیس ځای پر ځای وژل شوی دی.
ورته مهال یو شمېر رسنیو دې برید کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د برید د انګېزې او بریدګرو د هویت په اړه څه نهدي ویل شوي او نه هم د برید مسئولیت کومې ډلې نهدی منلی دی.

