د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس، ملا عبدالحق همکار برښنا سکتور کې د بنسټونو پياوړتيا په موخه، له پنځو کورنیو شرکتونو سره د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنځو سترو پراختيايي پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د افغانستان برښنا شرکت وایي، په دغو پروژو کې د څلورو سترو سبسټېشنونو جوړول او همداراز د کابل ښار شپږم فيډر د اضافه بارۍ ستونزې حل او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کول شامل دي.

ښاغلي همکار قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې د تړون له ژمنو سره سم، ټولې چارې په لوړ کيفيت او ټاکلي وخت سره بشپړې کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونو لاسليک، د برښنا ملي شبکې د پياوړتيا، ثبات او دوامدارې ودې په برخه کې مهم او بنسټيز رول لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version