د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژيم په تازه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

ورته مهال الجزیرې خبري شبکې د فلسطیني چارواکو له قوله ویلي، چې یاد رژیم د رفح بندر له لارې د ناروغانو پر لېږد هم بندیز لګولی دی.

د معلوماتو له مخې، له اوربند وروسته پر غزې وقفه‌یي بریدونو کې تر ۵۵۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او تر ۱۵۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version