‏د افغانستان برښنا شرکت عمومي رئیس، ملا عبدالحق همکار روسیې ته په سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال، ولادیمیر خازوف سره کتلي.

برښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې کتنه کئ د برېښنا انرژۍ او تخنیکي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د روسیې د انرژۍ وزارت مرستیال له افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې د دوامدارې همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي چې له کابل سره د قتصادي اړیکو پراختیا ورته ځانګړی اهمیت لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version