Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د بریتانیا له استخباراتو او CIA سره احمدشاه مسعود اړیکې
    تورې څېرې

    د بریتانیا له استخباراتو او CIA سره احمدشاه مسعود اړیکې

    عمران آغاعمران آغا24 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: انجنیر وحید عمر

    احمدشاه مسعود د خپل اقتدار په نشه کې دومره ډوب و چې ټوله مبارزه یې په سیاسي ډیلونو او پروټوکولونو بناء وه.

    په شننیز ژورنالیزم کې د پولیترز جایزې ګټونکی او په 1989 کال د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې اجرایوي مسؤل (سټیوکول) خپل یادښتونه د کتاب په بڼه را ټول کړي چې (GHOST WARS) نومېږي.

    نوموړي له 1989 کال څخه تر 1992 کال پورې د افغانستان حالات څارل او په تړاو یې مستند اسنادو او لاسوهنو ته لاسرسی درلوده.

    سټیوکول په خپلو یادښتونو کې لیکي: د 1984 کال له پای او د 1985 کال له پیل سره احمدشاه مسعود ته له بهره نسبي مرستې ورسېدلې؛ د بریتانیا څارګرې ادارې چې په اسلام اباد کې یې د بریتانیا د سفارت د یوې کړکۍ نه لرونکي خونې څخه یې فعالیت کاوه، د جګړې له پیله یې له مسعود سره اړیکې لرلې، یادې ادارې مسعود ته پېسې او یو شمېر وسلې ورکولې، په دې سربېره یې د استخباراتو وسایل هم د هغه په اختیار کې ورکول.

    همداراز په دې کتاب کې یې لیکلي چې: د بریتانیا استخباراتو د مسعود باوري مرستیالانو لکه د بهرنیو اړیکو مسول عبدالله عبدالله ته انګریزي ژبه ور زده کوله، فرانسویانو هم له مسعود سره نږدې اړیکې لرلې؛ د سي آی اې(CIA) له قوانینو ازاد چې په افغانستان کې یې په سفرونو بندیز لګولی و دواړو څارګرو ادارو ددې بندیز سربېره هم خپل افسران د خبریالانو په جامه کې پنجشیر ته لېږل، مګر بیا هم CIA په هغو ريپوټونو ډېره تکیه کوله چې د برتانوي جاسوسانو له لوري دوی ته ورکول کېدل.

    لیکوال زیاتوي چې “امریکایانو احمدشاه مسعود ته د افغان سایمن بولیوار او جورج واشنګټن په سترګه کتل”.

    سایمن بولیوار د جنوبي امریکا یو جنرال و چې په 1783 کال کې د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره جنګېده.

    او جورج واشنګټن د امریکا لومړنی ولسمشر و چې په امریکا کې د جوکراسۍ او جمهوري نظام باني ګڼل کېږي.

    د لیکوال په وینا، مسعود د بریتانیې او فرانسې له جاسوسانو سره ډېر غوره چلند کاوه، نوموړي د نورو افغانانو په پرتله فیشني جامې اغوستلې او په فرانسوي ژبه روان غږېده.

    د مسعود ورور ضیا مسعود بیا له CIA سره له نږدې کار کاوه، نوموړي له دې ادارې سره منلې وه چې یوازې به د سي ای ااې له لارې افغانستان کې فعالیت کوي.

    د 1984 کال په ورستیو کې CIA بې له دې چې پاکستان په جریان کې واچوي له احمدشاه مسعود سره یې په نېغه تماس نیوه او مرستې یې ورسره کولې.

    کله به چې جګړه سخته شوه او له احمدشاه مسعود سره اکمالات کم شول نو د خپلو ورونو له لارې به یې چې له پخوا یې پېښور، واشنګټن او لندن ته لېږل او دغسې معمولا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره تل همدې ځایونو ته استول ترڅو له پاکستاني جنرالانو او د CIA له افسرانو پیسې او وسلې ترلاسه کړي.

    په دې سربېره چې پیسې او وسلې به یې غوښتې، نو احمدشاه مسعود به د خپلو جنګیالیو لپاره د ویټامن ګولۍ هم غوښتې ترڅو یې جنګیالي په ګېډه ماړه وي او تر اوږدې مودې د لوږې احساس و نه کړي.

    همدا ډول یې د ایکسرې ماشینونه غوښتل چې خپل ټپیان پرې تشخیص او معالجه کړي، ددې ترڅنګ یې د شپې لخوا د بنفشه infra_red عینکې او نښه ویشتونکي وسایل هم غوښتل.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلخ کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي
    راتلونکي مقاله د ښارواليو عمومي رياست: خلک دې د سرکونو په حريم کې له ودانيزو چارو ډډه وکړي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.