
د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر چین ته په سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر شي جېن پېنګ سره کتلي.
د راپورونو له مخې سټارمر ویلي، چې هېواد یې غواړي له چین سره بېلابېلو برخو کې ژورې اړیکې ولري.
لیدنه کې چینایي ولسمشر ډاډ ورکړی چې پیاوړی چین به هيڅ کله هم د نورو هېوادونو لپاره پر ګواښ بدل نه شي.
دواړو لوریو په نړیوال ثبات او دغه راز پر اقلیمي مسایلو هم خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې دا په تېرو اته کلونو کې د بریټانیا د لومړي وزیر په کچه د یوه چارواکي لومړنی رسمي سفر دی چې چین ته ترسره کېږي.

