Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د بزگرانو اضافي غنم زېرمه کېږي
    افغانستان

    د بزگرانو اضافي غنم زېرمه کېږي

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې وزارت وايي، د حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، د بزگرانو اضافي غنم پېرل کېږي او په سیلوگانو کې ساتل کېږي، څو په بیړنیو حالاتو کې یا که په بازار کې د غنمو او وړو بیه لوړه شي، دغه غنم به بېرته بازار ته وړاندې کېږي، څو د غنمو بیه ډېره لوړه نه‌شي.

    د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کندوز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنگان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس هغه ولایتونه دي چې اضافي غنم لري.

    د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې۳۸ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم شته، چې د اسلامي امارت له‌خوا پېرل کېږي او د همدې ولایت یا زون په سیلوگانو کې زېرمه کېږي.

    د خبرپاڼې له مخې، د کرنې وزارت له لوري یوه کمېټه گمارل شوې، چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال، د مالیې وزارت، د غلو دانو د زېرمه کولو ریاست، د ترویج ریاست، مالي ریاست، د خصوصي سکتور ریاست، د اړوند ولایت د کرنې ریاست او د سرې میاشتې ټولنې استازي پکې شامل دي. دغه کمېټه دیاد پلان د پلي کولو مسوولیت لري.: «د بزگرانو اضافي غنم په سیلوگانو کې زېرمه کړي ترڅو په بازار کې د بیې د لوړوالي مخه ونیسي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.»

    که څه هم د افغانستان له نیمايي وگړو ډېر په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو یاد بزگران د هېواد نیمايي اړتیا هم نه‌شي پوره کولای او افغانستان هر کال په زرگونه ټنه غنم له قزاقستان، تاجیکستان، هند، روسیې او پاکستان څخه واردوي او زموږ تولید شوي غنم زموږ اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

    مخکینۍ مقالهایا ایران به د شهید اسماعیل هنیه غچ واخلي؟
    راتلونکي مقاله په لوگر کې نیول شوې زرکان بېرته ازاد شول

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.