Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ایا ایران به د شهید اسماعیل هنیه غچ واخلي؟
    لیکني

    ایا ایران به د شهید اسماعیل هنیه غچ واخلي؟

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نیویارک ټایمز ورځپانې تېره پنجشنبه د ۱۴۰۳ه ش کال د زمري/اسد میاشتې په ۱۱مه د دریو ایراني سرچینو له قوله ویلي چې، د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي خپل هیواد ته امر کړی چې، د ایران په خاوره کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې دې مستقیماً پر اسرائیلو برید وکړي.

    د نیویارک ټایمز د معلوماتو پر بنسټ، دې ورځپاڼې چې له هغه دریو سرچینو سره خبرې کړي، دوه یې د ایران سپاپاسداران غړي دي.

    پوښتنه دا ده چې، اسرائیلو فلسطین کې په زرګونو تنه انسانان شهیدان کړل او لا یې هم د وژلو لړۍ روانه ده، دوی ته ولې څوک ترهګر نه وایي؟ حماس چې د خپل هیواد او د هیوادوالو څخه د دفاع په موخه فعالیت کوي، ولې د اروپایي اتحادیې او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرې ډلې په نامه یادېږي/پېژندل شوې؟ ایا د ظلم، زیاتي، وحشت، د هیواد په سطحه په ملي منافعو د تېري مخنیوی ترهګریت دی؟نیویارک ټایمز د هغه دریو سرچینو چې، دوه یې د سپاپاسداران غړي دي، د هغه په حواله چې کوم راپور خپور کړی، وایي چې، ایران پلان لري چې په اسرائیلو کې، پر پوځي اهدافو د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو په مرسته ګډ بریدونه وکړي.

    ایران د ۱۴۰۳ ه ش کال حمل میاشتې په ۲۶مه وروسته تر هغې په اسرائیلو سلګونه توغندي او بې پیلوټه الوتکې وتوغولې چې دمشق کې یې کونسلګري د اسرائیلو په برید کې له منځه ولاړه او یو شمېر کسان پکې ووژل شول.

    د حماس د سیاسي د فتر مشر اسماعیل هنیه د تېرې چهارشنبې سهار د روان ۱۴۰۳ه ش کال د زمري/اسد میاشتې په ۱۰مه د ایران پلازمینې تهران په شمال کې په خپل کور کې له خپل ساتونکي سره یو ځای په نښه او شهید کړای شو.

    د پورته یادې شوې ورځپانې په وینا، ایران د دې احتمال په اړه ریسرچ/څېړنه کوي، چې د ایران له خاورې پر اسرائیلو د مستقیم برید په څېر به د یمن، سوریې او د عراق له ځينو برخو به په اسرائیلو بریدونه وشي.

    تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د اسماعیل هنیه له شهید کېدا یوه ورځ وروسته په خپل یوه پیغام کې ویلي و، چې اسرائیل په دې کار سره د ځان لپاره سختې/کلکې سزاء ته تیار دی.

    د رسنیو د معلوماتو له مخې، د حماس یو لوړپوړی چارواکی وايي، د دې ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي؛ د دې سیاسي دفتر یوه بل غړي موسی ابو مرزوق په يوه اعلاميه کې د اسماعیل هنیه وژنه یو بزدلانه عمل بللی دی.

    له‌دې پېښې یوه ورځ وړاندې ښاغلي هنیه په تهران کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې له هغه او د ايران له مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي سره وکتل؛ اسرائیلو تر اوسه د اسماعيل هنيه د وژنې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

    بلخوا رسنیو ویلي و چې، دغه دفتر تېره چهارشنبه پر خپله فېسبوک‌پاڼه د اسماعیل هنیه یو انځور خپور کړی او پر ټنډه یې ورته د ټاپې په بڼه لیکلي و: (هغه له منځه ولاړ…) د راپورونو له مخې د اسرائیلو د دولت د مطبوعاتو دفتر له خپلې فیسبوک پاڼې هغه پوسټ بېرته لرې کړی، چې په تمسخري بڼه یې د هغه په ټنډه لیکلي وو چې، هغه له منځه ولاړ، خو لامل یې لا معلوم نه دی او تر حذفېدو مخکې پر بېلابېلو اژانسونو خپور شوی دی.

    د دغه دفتر په پوسټ کې بې له دې چې پر اسماعیل هنیه د برید څرنګوالي ته اشاره وشي لیکل شوي وو چې، هنیه په تهران کې تر برید لاندې راغلی دی؛ د فیسبوک پاڼې له پوسټ څخه څرګندېږي چې برید د اسرائیلو له خوا شوی ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکابل ښاروالۍ ښار له غصب پاک او د ښار بڼه یې بدله کړې
    راتلونکي مقاله د بزگرانو اضافي غنم زېرمه کېږي

    مربوطه لیکنې

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 جولای 2026

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د…

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    18 جولای 2026

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.