Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د بغاوتګرو لخوا ولې د افغانستان د وضعیت په اړه شايعات خپرېږي!؟
    لیکني

    د بغاوتګرو لخوا ولې د افغانستان د وضعیت په اړه شايعات خپرېږي!؟

    صابر افغانصابر افغان4 جنوري 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بعيده به وي، چې د تاريخ په تېر يون کې دې داسې حکومت او يا هم یو سيسټم په سیمه، ګاونډ یا نړۍ کې رامنځ ته شوی وي، چې ټول ولس او خلک ترې راضي وي، ځکه داسې حکومتولي ناممکنه ده، افکار او آندونه مختلف دي، هر څوک د خپل ځان او خپلې خوښې ځای او مسؤلیت په غوښتلو سره له واکمنو چارواکو خپلې ځانګړې غوښتنې لري، چې د ټولو تحقق محال ده.

    خو له دې سره – سره چې افغانستان د حکومتونو له اړخه د بدلونونو يو اوږد تاريخ لري او په وروستيو لسیزو کې يې د بدلونونو اصلي عوامل دلته د بېرونیو افکارو یرغل او ځینې وخت مظالم وي.

    په وروستيو څه باندې دوه لسيزو کې د قدرت جزیرو، فساد او نورو ډېرو ناخوالو دې ته لار هواره کړه، چې افغان مؤمن او مجاهد ولس د وخت واکمن حکومت په يوولس ورځو کې نسکور او چارواکي یې د هېواد پرېښودلو ته اړ کړي.

    په افغانستان کې د طالبانو له څه باندې درې کلنې واکمنۍ سره چې د دوی په ضد جریانونو په ټوليزه توګه په ټولو برخو کې ماتې خوړلې او منلې ده، اوس یې د همدې واکمن حکومت په خلاف د دروغو او شايعاتو خپرولو ته مخه کړې ده.

    دا جريانونه چې هسته یې په بهرنيو هيوادونو کې ده، په سيستماتيکه توګه هره ورځ د طالبانو پر خلاف د خوځښتونو او بریدونو ادعا کوي، په داسې حال کې چې د دوی د بريدونو خپلواک پخلی تر اوسه نه هم کوم داخلي افغان وګړي، د نړيوالو جګړو د ثبت کوم مؤثق دفتر، بې طرفه نړيوال سازمان او يا هم د نړيوالو لسګونو رسنیو په شتون کې کومې مؤثقې او د‌ ژورناليزم اصولو ته ژمنې رسنۍ کړی ده.

    نه تنها چې د دوی د بریدونو تائید نه کېږي، بلکې دا هم لا تر اوسه نه ده منل شوې، چې دوی دې په هېواد کې يوه لوېشت ځمکه تر خپل حاکمیت لاندې ولري او په جبهه یي توګه دې مبارزه وکړي.

    د طالب ضد جريانونه په ورځني ډول د ناکامو ادعایوي بریدونو په اړه، په تبلیغاتي بڼه نشرات کوي. د شر او فساد دغه تبلیغاتي هڅه يواځې د شته بې نظيره امینت د اخلال، د بغاوت لپاره د بهرنيو هېوادونو د ملاتړ او مرستو ترلاسه کولو، همدا راز د پرمختګونو او بهرنيو پانګوالو او سوداګرو د مخنيوي لپاره ترسره کېږي.

    اوس د دوی پروژې تر ډېره تبلیغاتي دي، ځکه په فزیکي ډول یې له ماتې سره ټول زور تر رسنیو او تبلیغاتي فعالیتونو پورې منحصر شو، چې له دې لارې غواړي خپلې هغه سیاسي او نظامي خامیانې او د اختلافاتو موارد پټ کړي، کوم چې په تېرو دريو کلنو کې تر بل هر څه ډېر بارز وو.

    هم مهاله د طالبانو ضد ډلو يوه بله هڅه د شايعاتو په خپرولو سره‌ دا ده، چې دوی د افغانستان په ګاونډيو او سیمه ییزو هېوادونو کې د نورو ډلو لخوا له د ترسره شویو بريدونو ربط او اړیکه افغانستان ته ورکوي.

    دوی د همدې شايعاتو په خپرولو سره‌ غواړي سیمې او نړۍ ته واضح کړي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په سیمه کې د نا امنۍ رامنځ ته کوونکو ډلو لپاره يو خوندي بستر دی او اړتيا ده چې د همدې ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره له دوی څخه ملاتړ وشي.

    د شايعاتو د خپرولو له لارې د طالبانو ضد جريانونه همدا راز غواړي، هغه اندازه پيسې چې دوی یې له خپلو بادارانو څخه د افغانستان د نا امنه کولو او د پردیو موخو د تحقق په موخه ترلاسه کوي، د همدې ناکامو او خیالي بريدونو په ادعاوو او رسنیز شور جوړولو سره حېف او مېل کړي.

    د طالبانو ضد جريانونه د شايعاتو په خپرولو سره‌ د يوې بلې موخې ترلاسه کولو په تکل کې هم دي؛ دوی اکثراً د پرځېدلي ادارې د عسکرو د وژنې خبرونه هم وخت نا وخت خپروي، هغه عسکر او نظامي پرسونل چې د طالبانو لخوا د جمهوريت د وخت پاتې معاشات هم ورکړل شوه، په داسې حال کې چې هماغه وخت د طالبانو په ضد جنګېدل.

    دا ډلې د همدې شايعاتو په خپرولو سره‌ غواړي، چې د خپل جريان لپاره خواخوږي پیدا کړي، ځکه د افغانستان په ولس کې هيڅ خواخوږي او ملاتړي نه لري، دوی غواړي د ويرې د خپرولو له لارې عام وګړي ور جلب کړي.

    د طالبانو په ضد د بغاوتګرو د شايعاتو له خپرولو څه باندې درې کاله تېر شول، که چیرته د شر او فساد لخوا په هره برخه کې د خپرو شویو شايعاتو ۱۰ سلنه هم سمه وای، نو شر او فساد به اوس جبهه یي جګړه کولای او سیمې به یې تر کنټرول لاندې وای.

    افغان ولس ته د بغاوتګرو او نورو ټولو خیالي حرکتونو واقعي څهرې بربنډې شوې دي، چې دا خلک پر افغانستان يو لاس، قوي، مرکزي او خپلواک حکومت نه غواړي او نه یې لورېږي چې دا ولس دې په امن او سوله کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپولینډ د اروپایي اتحادیې د شوری دوره‌یي مشري پیل کړه
    راتلونکي مقاله هند او ايران د چابهار بندر له لارې د افغانستان پر ملاتړ خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د افغان تاریخ حماسه او له ولسه د احمد مسعود غیر منطقي غوښتنې

    4 فبروري 2026

    د راتلونکي لپاره د مخالفینو روایت‌ جوړونه ولې پای او پایله نه لري؟

    2 فبروري 2026

    د بلوڅ وسلوالو جګړه د تبلیغ او واقعیت ترمنځ

    1 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 4 فبروري 2026

    د سرحدي پولیسو رئیس د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره کتلي

    ‏د سرحدي پولیسو لوی رئیس، مولوي حزب‌الله افغان نن (چهارشنبه) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا…

    ګوسټاوو پېټرو سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره کتلي

    4 فبروري 2026

    کندهار کې د ۱۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې سترې پروژې چارې پیل شوې

    4 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سرحدي پولیسو رئیس د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره کتلي

    4 فبروري 2026

    ګوسټاوو پېټرو سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره کتلي

    4 فبروري 2026

    کندهار کې د ۱۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې سترې پروژې چارې پیل شوې

    4 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.