Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د بغاوت جبهې، د ذلت په اوج کې!
    لیکني

    د بغاوت جبهې، د ذلت په اوج کې!

    عمران آغاعمران آغا17 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سائس سعیدي

    د شر او فساد ډلو تل هڅه کړې چې د اسلامي امارت او افغان ملت تر منځ تفرقه واچوي او په دې لاره کې د ملت بېلابېلو طبقو له اسلامي امارت څخه د لیرې کولو په موخه په مختلفو چلونو لاس پورې کوي.

    په دې ورځو کې د دغې ډلې کسانو د اسلامي امارت د مجاهدینو تر نامه لاندې په کابل ولایت کې له امنیتي محدودیتونو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره د شیعه ګانو په مذهبي مراسمو کې د ګډوډی هڅه وکړه چې د ورانۍ کولو او د حسینیه بیرغونو د ښکته کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

    مهمه خبره دا ده چې د باغیانو د جبهې مشرانو د تمساح اوښکې تویولې، د بیانونو په خپرولو سره یې د شیعه ګانو د بیرغونو ښکته کول په کلکه غندل او یو غیر انساني او دیني عمل یې بله، په داسې حال کې چې دا کار د دې فاسدو جبهاتو د غړو لخوا تر سره شوی دی، او هغه داسې چې د کابل ښار د مجاهدینو تر نامه لاندې د ملت او دولت تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو په موخه یې دا هڅه کړې ده.

    دا دسیسه د هغو شر او فشاد ډلو د سختې سستۍ او ګډوډۍ ښکارندويي کوي، چې د اسلامي امارت له وسله وال پوځ سره د مقابلې توان نه لري او په خم خم تللو د شیعه ګانو بیرغونه راکښته کوي او له منځه یې وړي.

    په دې کار سره د شیعه ګانو په وړاندې د بغاوتګرانو ناوړه څېره نوره هم څرګنده شوه، چې دغه جنګسالاران د ولس د وینو په څښلو او د رعب او وحشت په رامنځته کولو سره د عسکرو د استخدام او د ځان لپاره د مال د راټولولو په لټه کې دي؛ له دې څخه وروسته افغان ولس او د په ځانګړې توګه شیعه ګان به د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریږي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې مذهبي مراسم ګډوډ کړي.

    هغه کسان چې څو ورځې وړاندې یې د غندنې څرګندونې وکړې ځکه داسې ښکاري چې اسلامي امارت د شیعه ګانو پر مراسمو بندیزونه لګولي دي، اوس چې دا کسان نیول شوي، باید په حقیقت پوه شي.

    په حقیقت کې، د حکومت لخوا دا بندیزونه ریښتیا نه دي؛ بلکې د شر او فساد د جبهې خلکو دا ډول کړنې د حکومت او ملت تر منځ د شک او شبهې د رامنځته کولو په موخه تر سره کړي او نن باید د هغو کسانو چوپتیا ماته شي چې تقبیحي بیانونه یې صادر کړي او د دغو بدمرغه ډلو د تفرقه اچوونکو کړنې باید په کلکه وغندي.

    مخکینۍ مقالهله خلکو او نظام سره د ډلو ټپلو ټکر.
    راتلونکي مقاله په فراه، پکتیکا او روزگان کې د لمریزې برېښنا پروژې پیلېږي

    مربوطه لیکنې

    په امریکا کې د افغانانو نیونې؛ د سپینې ماڼۍ او مقاومت د دریځ زیاتېدونکی تضاد

    10 دسمبر 2025

    د کډوالو له نیولو، د جعلي مقاومت تر رسوايۍ پورې

    9 دسمبر 2025

    د پوتین له خوا د افغان حکومت ستاینه او د ګاونډي دروغجن روایتونه

    9 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو ټپلو ائتلاف ۲۰ ساعته دوام وکړ؛ جمعيت ګوند له مقاومت شورا سره پرېکون اعلان کړی

    اندونیزیا کې اورلګېدنې ۲۲ تنه مړه کړي

    10 دسمبر 2025

    شیخ نداء محمد ندیم په نړیوالو چارو کې د خامنه‌ای له ځانګړي سلاکار سره کتلي

    10 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو ټپلو ائتلاف ۲۰ ساعته دوام وکړ؛ جمعيت ګوند له مقاومت شورا سره پرېکون اعلان کړی

    10 دسمبر 2025

    اندونیزیا کې اورلګېدنې ۲۲ تنه مړه کړي

    10 دسمبر 2025

    شیخ نداء محمد ندیم په نړیوالو چارو کې د خامنه‌ای له ځانګړي سلاکار سره کتلي

    10 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،035 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،092 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.