Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د بلوڅو قومي پرلت کوونکي: حکومت دې نیول شوي بلوڅان خوشې کړي؛ گنې د گوادر پرلت به تر نامعلومې نېټې روان وي
    سیمه

    د بلوڅو قومي پرلت کوونکي: حکومت دې نیول شوي بلوڅان خوشې کړي؛ گنې د گوادر پرلت به تر نامعلومې نېټې روان وي

    صابر افغانصابر افغان29 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان په بلوچستان ایالت کې بلوڅو د گوادر په بندر کې پرلت وهلی او له پاکستاني حکومت یې غوښتي چې د دوی نیول شوي کسان دې خوشې کړي او هغو پرلت کوونکو ته دې اجازه ورکړي، چې گوادر ته راتلل، خو د حکومت له لوري یې د تگ مخه نیول شوې ده.

    «بلوڅ یکجهتي کمېټې» پر اېکس‌پاڼه(پخواني ټوېټر) یوه اعلامیه خپره کړې، چې پاکستاني ریاست پر پرلت کوونکو ډزې کړي چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

    په اعلامیه کې ویل شوي، د جولای په ۲۸مه دوی(بلوڅانو) پرلت کاوه؛ خو د ریاستي ترهگرۍ، بربریت او وحشت له امله دوی اوس دغه پرلت تر نامعلومې نېټې غځوي.:«په گوادر کې د گرځبندیز سربېره زرگونه کسان د بلوڅو په قومي غونډه کې راټول شوي او زرگونه خلک په لارو کې ودرول شوي او هغوی همالته پرلت وهلی دی.»

    د بلوڅو قومي اعلامیې له مخې، په گواد کې انټرنېټ پرې شوی، موبایل کار نه کوي او پولیسو او پوځ پر پرلت کوونکي ډزې کړي، چې له امله یې اتو تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

    د پاکستان حکومت د بلوڅو قومي پرلت کوونکو ته ویلي، چې خبرو کولو ته د پاکستان د قانون له مخې چمتو دي؛ خو د لاریون په نوم چاته د عامه بنسټونو ته د زیان رسولو اجازه نه ورکوي.

    په گوادر کې د بلوڅ یووالي«بلوچ يکجهتي کمېټې» له خوا رابلل شوې احتجاجي غونډې مشري د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه‌رنگ بلوڅ ویلي، موخه یې د هغو ستونزو لپاره غږ پورته کول دي، چې سیاسي گوندونه ورباندې پټه خوله دي او غږ نه پورته کوي.

    له تېرې اوونۍ راهیسې په ګوادر کې حالت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.

    گوادر ته زرگونه بلوڅان ورمات شوي چې د بلوڅو په قومي پرلت کې برخه واخلي؛ خو د پاکستان د پوځ له لوري اجازه نه ورکول کېږي او له موټرونو ښکته کېږي.

    د بلوچستان بلوڅ له تېرو وختونو راهیسې له پاکستاني حکومت سره لاس او گرېوان دي.

    بلوڅ ملت‌پال وسله‌واله مبارزه کوي او سوله‌ییز لاریون کوونکي له پاکستاني حکومت د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

    بلوچستان د طبیعي زېرمو او د گوادر بندر لرونکی ایالت دی، خو د دغه ایالت پر طبیعي زېرمو پنجاب ولکه لگولې او بلوڅو ته پکې حق نه ورکوي.

    بلوڅ قومي خوځښت وايي، د بلوڅو زرگونه ځوانان، مشران او سپین‌ږیري د پوځ له لوري لادرکه شوي، چې دوی ته یې د مرگ او ژوند هېڅ معلومات نه کېږي او نه هم امنیتي ادارې دوی ته په دې اړه معلومات ورکوي.

    مخکینۍ مقالهژاوشينګ: د افغانستان او چين تر منځ ستر اقتصادي او تجارتي پرمختګونه شوي دي
    راتلونکي مقاله د حکومت د مشرتابه له لوري د غور ولايت له استازو سره ناسته شوې

    مربوطه لیکنې

    بلوچستان کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله پوهنیز او ټرانسپورټي سېسټم ګډوډ شوی

    23 مارچ 2026

    جماعت الاحرار: بهرني لوبغاړي دې د پاکستان سوپر لیګ کې له ګډون څخه ډډه وکړي

    23 مارچ 2026

    پاکستان کې د پټرولو بیه د ریکارډ په کچه لوړه شوه

    23 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 مارچ 2026

    د کابل- پکتیا پر لویه لاره د ملي بسونو د تګ راتګ لړۍ پیل شوه

    د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د ملي بس امارتي شرکت تېره ورځ (د وري،…

    بلوچستان کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله پوهنیز او ټرانسپورټي سېسټم ګډوډ شوی

    23 مارچ 2026

    حزب الله د اسرائیل پر وړاندې اوږدې جګړې او حیرانوونکو بريدونو ته چمتوالی ښودلی

    23 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کابل- پکتیا پر لویه لاره د ملي بسونو د تګ راتګ لړۍ پیل شوه

    23 مارچ 2026

    بلوچستان کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله پوهنیز او ټرانسپورټي سېسټم ګډوډ شوی

    23 مارچ 2026

    حزب الله د اسرائیل پر وړاندې اوږدې جګړې او حیرانوونکو بريدونو ته چمتوالی ښودلی

    23 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،126 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،149 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.