Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د بلینکن وروستۍ څرګندونې؛ د شر او فساد ډلو پر اور یخې اوبه
    لیکني

    د بلینکن وروستۍ څرګندونې؛ د شر او فساد ډلو پر اور یخې اوبه

    صابر افغانصابر افغان11 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد ډلې په بشپړه نا امیدۍ کې وې، چې د خپل هېواد د خیانت لپاره نوی بادار ومومي؛ په دې جریان کې، د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پر مهال، دوی ناڅاپي خپلې سترګې د موجوده حقیقت پر وړاندې پټې کړې او د امریکا د بیا ملاتړ په خیالونو کې ډوب شول؛ دا هیلې د ټرمپ د انتخاباتي تبلیغاتو او تشو شعارونو له امله راولاړې شوې وې.

    په حقیقت کې ویلای شو، چې د ټرمپ انتخاباتي تبلیغاتو د امریکا پر خلکو نه، بلکې د شر او فساد د لارویانو پر فکر اغېز وکړ او دوی یې په دې هیله کړل چې امریکا به یو ځل بیا د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

    همدې مسئلې د شر او فساد ارامه شوې هستې بیا په ښورېدو راوستلې او دوی د ټرمپ او د هغه د کابینې د پام راجلبولو لپاره، خپلې دروغجنې رسنیزې هڅې څو چنده زیاتې کړې؛ د دې بېلګه په افغانستان کې د شر او فساد د بریدونو په بې‌ساري ډول زیاتېدو دروغجن راپورونه دي، حال دا چې په حقیقت کې هېڅ بدلون نه و راغلی او په دې هېواد کې د شر او فساد له خوا هېڅ نظامي تحرک نه و ثابت شوی.

    د ټرمپ د تحلیف مراسمو وخت په رانږدې کېدو او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه ټاکل کېدو سره، روانې پېښې د شر او فساد د ډلو د هیلو خلاف پرمختګ وکړ. د ډېرو سیاسي شنونکو په وینا، د امریکا د نوي حکومت تګلارې په افغانستان کې بدلون نه دی کړی بلکې احتمال شته چې نوی حکومت به په افغانستان کې یوه اقتصاد محوره تګلاره تعقیب کړي، چې په هغې کې به نړیواله سوله او امنیت تضمین وي او هم د امریکا او هم د افغانستان ګټې خوندي شي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروستۍ څرګندونې د دې ادعا قوي تائید ګڼل کېدای شي؛ بلینکن له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې واشنګټن نور نه غواړي په جګړو کې ښکېل شي او د ټرمپ راتلونکی حکومت به د افغانستان په اړه د امریکا په بهرني سیاست کې هیڅ بدلون را نه ولي.

    بلینکن زیاته کړې، زه مطمئن نه یم چې ټاکنې د بهرني سیاست په یوه یا څو مسایلو پورې تړلې وي، اکثر ټاکنې داسې نه وي؛ خو که دا موضوع شاته پرېږدو، امریکایان نه غواړي موږ په جګړو کې ښکېل شو. موږ شل کاله تېر کړل، چې په عراق او افغانستان کې مو سلګونه زره امریکایان مېشت کړي وو او په دې موده کې د امریکا خلک له دې وضعیت څخه په طبیعي ډول ستړي شوي وو.

    هېره دې نه وي چې دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اړه د خپل هېواد بهرنی سیاست د شر او فساد ډلو د غوښتنو خلاف تعریفوي او اعلان کوي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې د خپلې سترې ماتې او نه هېرېدونکې رسوايي له امله، په دې هېواد کې د بیا مداخلې خوبونه له سره ایستلي دي؛ دا حقیقت به په راتلونکو ورځو کې د شر او فساد مشران له خپلو خوږو خوبونو راویښ کړي او یو تریخ حقیقت به څرګند کړي چې هغه د امریکا له خوا د دوی غوښتنو ته د رد ځواب دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ سترې پروژې منظورې کړي
    راتلونکي مقاله د سوریې استخباراتي ځواکونو د داعشيانو يوه ډله نيولې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام” د یمن حوثي ځواکونو مشر ته په یوه پیغام…

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.