د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دکتور محمد نعیم په افغانستان کې د بشري همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال، انډریکا رټواټه سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایی، دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو پر حل او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې افغان حکومت د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی، چې چارې یې د افغانانو په خیر وي.

ښاغلي نعیم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټلي‏ګامونه پورته کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو پر مهال روان ناوړه چلند د ټولو بشري، اسلامي او ګاونډيتوب د ارزښتونو خلاف دی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

له بل لوري د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال افغانستان کې د سر تاسري امنیت‏ د ټینګښت له امله خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې له افغان حکومت سره ګډ کار ته ژمن دي او دوام ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version