ښاغلي نعیم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټليګامونه پورته کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو پر مهال روان ناوړه چلند د ټولو بشري، اسلامي او ګاونډيتوب د ارزښتونو خلاف دی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه خپل غږ پورته کړي.
له بل لوري د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال افغانستان کې د سر تاسري امنیت د ټینګښت له امله خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې له افغان حکومت سره ګډ کار ته ژمن دي او دوام ورکوي.