د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وارت وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر یتین پټیل سره په تعارفي لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، سوداګرۍ او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، مولوي امیرخان متقي نوي هندي شارژدافیر ته په خپل ماموریت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت د خپل متوازن سیاست له مخې له هند سره اړیکو ته اهمیت ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه د زیاتېدو په حال کې ده او د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې لپاره اړینه ده، چې د حکومتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ اړیکې او همکاري لا پیاوړې شي.
بلخوا، د هند سفارت شارژدافیر یتین پټیل ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې د تعامل او اړیکو پراختیا غواړي.


