د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ خونې ویلي، چې د ترمذ-حیرتان سرحدي لار تر څلورو کلن ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوې.
د راپورونو له مخې، دغه اقدام د تګ راتګ د اسانتیا او له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه شوی دی.
د نوې پرېکړې له مخې، د دواړو هېوادونو اتباع کولای شي تر دې وروسته پر یادې لارې تګ راتګ وکړي.
د یادونې ده، چې دغه لار ازبکستان په ۲۰۲۱کال کې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د نامعلومو دلایلو له مخې تړلې وه.
