په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر سادن اییلدیز د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د مالدارۍ برخه کې شاوخوا ۲۰زره افغانانو ته کاري ویزې ورکړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دې لیدنه کې دواړو لورو په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو، دوه اړخیزو همکاریو، بشري مرستو او د سیمهییز اتصال په برخه کې د افغانستان پر رول هم خبرې کړې دي.
ترکي لوري ویلي، چې ترکیه د یوه باثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ ته دوام ورکوي.
په ورته مهال مولوي عبدالکبیر د ترکیې له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې اوسنی امنیت او ثبات کولی شي افغانستان د سیمې په اتصال کې لا اغېزناک کړي.


