د ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي ویلي، پاکستان کې داسې هوښیار کسان نشته چې له پوځي رژیم څخه د وروستي جنایت په اړه پوښتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني رژیم د قدر په شپه په افغانستان کې پر یوه روغتون برید کړی، چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، ایا په پاکستان کې څوک نشته چې وپوښتي: «موږ څه کوو؟»

نیکسرلي زیاته کړې، چې ترکیه باید ژر تر ژره د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي او پاکستان له دغو جنایتونو راوګرځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version