انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې او په افریقا کې د منځګړیتوب د هڅو له لارې د سولې لپاره د لارې هوارولو هڅه کوي.
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب نهم کنفرانس ته په ویډیويي پیغام کې ویلي، نړۍ د شخړو د زیاتېدو، د تاوتریخوالي د پراخېدو او پر نړیوالو قوانینو او بنسټونو د باور د کمېدو له پړاو سره مخ ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې ان د سختو اختلافونو پر مهال هم د ډیپلوماسۍ دروازه پرانیستې پاتې کېدای شي او ترکیه به د سولې لپاره د ښکېلو لورو راټولولو، عادلانه حللارو ته د رسېدو او د منځګړیتوب د مسوولیت منلو هڅو ته دوام ورکړي.


