Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه
    سیاسي لیکني

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    صابر افغانصابر افغان22 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شوه او افغان حکومت په پوهه او قصد سره په هغې کې ګډون ونه کړ، سیاسي مخالفین په بېړه او شور سره د تحلیل او تفسیر میدان ته راووتل. دغو ډلو، د خپل معمول او عادت سره سم، په رسنیزه فضا کې هڅه وکړه داسې وښيي چې په دې غونډه کې د افغان حکومت نه ګډون، د ډیپلوماسۍ د ضعف، سیاسي بې ثباتۍ او سیاسي انزوا ته د هېواد د تللو نښه ده.

    هغوی همدارنګه ادعا وکړه چې د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې د افغان حکومت نه ګډون به د کډوالۍ، ناامنۍ، په نړیوالو تعاملاتو کې د بندښت او پر افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګډ فشار بحرانونه لا پسې زیات کړي؛ دا ډول تحلیلونه چې تر ډېره پر میداني واقعیتونو ولاړ نه دي، بلکې د هغو ماتې خوړلو کسانو د ناپاک طبیعت، پټو عقدو او داخلي کینې انعکاس دی چې لا تر اوسه یې د افغانستان له نویو واقعیتونو سره ځان نه دی برابر کړی.

    مخالفین د کلیشه‌يي روایتونو په تکرار او له واقعیتونو څخه لیرې تحلیلونو سره، هڅه کوي چې د افغانستان د سیاسي موقعیت په اړه د خلکو ذهنونه په شک کې واچوي او د حکومت د خپلواکو پرېکړو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

    دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ احمد تکل، له هماغه پیل څخه په یوه رسمي بیان کې، د حکومت روښانه او صریح موقف بیان کړ. هغه څرګنده کړه چې افغانستان د سیمه‌ایزو خبرو اترو اصل نه ردوي، خو په داسې غونډو کې ګډون چې له مخکینۍ همغږۍ، د افغانستان له مستقیم حضور او د دې هېواد د حکومت لخوا د کاري اجنډا له ټاکلو پرته ترسره کېږي، د ملي‌ګټو په نفع نه بولي. دا موقف، د «سیاسي انزوا» د ادعا په وړاندې یو قاطع ځواب او د عزت، خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر بنسټ د ډیپلوماسۍ نښه ده.

    د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي هم په تحلیلي او واقعبینانه لید سره ټینګار وکړ چې د یوې مشخصې غونډې نه حضور له «سیاسي انزوا» سره تړلو، یو سطحي، ساده او د ډیپلوماسۍ له منطق څخه لیرې برداشت دی. د هغه په وینا، افغانستان په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه له سیمه‌ایزو هېوادونو سره په دوامداره تعامل کې دی او په یوه ځانګړې غونډه کې نه ګډون، د غیرفعالۍ نښه نه، بلکې په سیمه‌ایزه ډیپلوماسۍ کې د کابل خپلواک، انتخابي او محاسبه شوی لیدلوری څرګندوي.

    د تهران د غونډې په جریان کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د موقفونو او له غونډې وروسته د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د رسمي بیان څېړنه هم ښیي چې د دې غونډې هدف پر افغان حکومت سیاسي فشار راوړل نه وو. په دې موقفونو کې، پر تبادله نظر، د افغانستان د میداني واقعیتونو درک او د سیمه‌ایز تعامل پر اړتیا ټینګار شوی؛ یو داسې څه چې د کابل په وړاندې د سیمه‌ایزې اجماع د رامنځته کېدو په اړه د مخالفینو ادعاوې عملاً بې بنسټه او بې معنی کوي.

    حقیقت دا دی چې افغان حکومت نن ورځ ځان یو خپلواک، پیاوړی او با صلاحیته بولي او په دې غونډه کې په نه ګډون سره یې نړۍ او سیمه ایزو هېوادونو ته یو روښانه پیغام واستوه؛ دا چې هیڅ هېواد حق نلري د افغان حکومت له مخکینۍ موافقې پرته او د هغه لخوا د خبرو اترو د محورونو له ټاکلو پرته، د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي او پرېکړه وکړي. افغانستان یو خپلواک او حاکمیت لرونکی هېواد دی او د دې هېواد په اړه هر ډول غونډه، د دې هیواد له حکومت سره له مخکینۍ همغږۍ پرته، رد او د منلو وړ نه ده.

    هېوادونه باید د افغانستان حاکمیت ته درناوی وکړي او ځان ته اجازه ورنکړي چې د دې هېواد د حکومت پر ځای پرېکړې وکړي؛ ځکه چې د افغانستان په اړه هره خبره، د دې هېواد د حکومت له مستقیم رول پرته، یو بې روحه، بې اعتباره او بې پایلې خبره ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهنیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    مربوطه لیکنې

    له ملي(!) مجمع څخه د ائتلافونو تر همغږۍ؛ د پرله‌پسې ناکامیو تکرار

    19 دسمبر 2025

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 دسمبر 2025

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه…

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    22 دسمبر 2025

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،095 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،042 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،101 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.