Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د تښتېدلو باغیانو د بې‌ بنسټه څرګندونو په اړه لنډ تأثرات!
    لیکني

    د تښتېدلو باغیانو د بې‌ بنسټه څرګندونو په اړه لنډ تأثرات!

    صابر افغانصابر افغان6 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شر او فساد ډلې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ د بریا له لومړیو وختونو راهیسې تر اوسه پورې، د نوموړي د پام ور اړولو لپاره خپل رسنیز فعالیتونه په بې‌ ساري ډول ډېر کړي دي. سره له دې چې په افغانستان کې د دوی دا هڅې بې‌کاره او بې اغېزې دي، خو بیا هم دوی خپلې دروغجنې او بې‌بنسټه ادعاوې اوج ته رسولې دي.

    په دې موده کې د شر او فساد ډلو اړوند مجازي پاڼې شپه او ورځ د داسې وژونکو بریدونو خبرونه خپروي، چې په حقیقت کې هیڅکله نه دي ترسره شوي او د ثابتولو لپاره یې هیڅ ثبوت او اسناد شتون نه لري.

    په دې وروستیو ورځو کې د بغاوت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي‌ میثم نظري د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت، د خپلې ایکس پاڼې په یوه پیغام کې ادعا کړې، چې دې جبهې خپل فعالیتونه له ۲۰ ولایتونو څخه ۳۴ ولایتونو ته پراخ کړي دي، په تېر۲۰۲۴م کال کې یې له ۳۸۰ څخه د ډیرو عملیاتو په ترسره کولو او د سرپرست حکومت اړوند، تر ۵۰۰ ډیرو ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

    نظري په بل ځای کې افغانستان په ګډوډ حالت کې بللی او وايي چې په تېرو کلونو کې القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نوري ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې خپل شتون او اډې، د زرګونه بهرنیو جنګیالیو په مرسته پراخې کړې دي.

    نوموړي افغانستان د نړیوال تروریزم مرکز بللی او د سیمې او نړۍ لپاره یې تېر زیږدیز کال د بل هر کال په پرتله ډېر خطرناک یاد کړی دی.

    د دې بې‌ بنسټه او بې ثبوته څرګندونو په ځواب کې باید وویل شي، چې د دې خیالي جبهې رسمي پاڼې په وروستیو خپرو کړو دروغجنو اعدادو کې خپل د فعالیت ولایتونه، ۱۱ یاد کړي دي، نو دا څنګه شونې ده چې په دومره لږ وخت کې خپل فعالیتونه ۳۴ ولایتونو ته وغځوي، په داسې حال کې چې د دوی یوازینی رسمي ادرس هم له دې کار څخه بې‌خبره دی!؟

    څنګه شونې ده، هغه جبهه چې بنسټ یې پر دروغو او خیالي څرګندونو ولاړ وي او له افغانستان څخه د تېښتې له وخته یې خپله یوه ادعا هم نه ده ثابته کړې، اوس ټولو ولایتونو ته د خپلو خیالي فعالیتونو د غځولو ادعا کوي!؟

    په دې اړه چې افغانستان په نا امنۍ کې بولي، باید په دې پوه شي، نظري چې په خپله له افغانستان څخه تښتېدلی دی، نو دا خندونکي معلومات له کومې سرچینې څخه ترلاسه کوي؟ په داسې حال کې چې ټولې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ، آن هغه رسنۍ چې د بهرنیو کړیو له‌ خوا د افغانستان د واقعیتونو د بدلولو لپاره کار کوي، هغوی هم د اوسني حکومت تر واک لاندې افغانستان، د بشپړ امن او د خلکو د هوساینې او ارامۍ شاهدي ورکوي او پخلی یې کوي.

    خو په دې اړه چې افغانستان یې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او د دوی د زرګونو غړو د مرکز په توګه یاد کړی، باید وویل شي چې دا ادعا نه یواځې د شر او فساد د لارویانو د حماقت او کم عقلۍ څرګندونه کوي، بلکې د دوی د لږ شمېر پلویانو د پوهې توهین هم ګڼل کېږي. ځکه چې د نړۍ سترو استخباراتي قوتونو هم په تېرو څه باندې درې کلونو کې داسې کومه ادعا نه ده کړې. په حقیقت کې د بغاوت جبهې دا ادعا، په افغانستان کې د خپلو ورانکارو فعالیتونو د ادعاوو په څېر له خوب او خیال پرته بل څه ندي.

    د نظري وروستۍ دروغجنه ادعا چې افغانستان یې د نړیوال تروریزم مرکز او نړۍ ته خطر بللی، دا لومړی ځل نه دی چې له افغانستان څخه تېښتېدلي بدنامې څهرې د لوېدیځ د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره په داسې بې‌ معنی څرګندونو لاس پوري کوي.

    په ډېره نږدې ماضي کې ملي خاین احمد شاه مسعود؛ د هېواد پلورونکي په توګه، هغه مهال چې د اروپایي اتحادیې په پارلمان کې د خبرو کولو وخت ورکړل شو، د بې‌بنسټه تورونو په وړاندې کولو سره نړۍ د افغانستان پر وړاندې بدبینه کړه، د امریکا او د هغې د اشرباړو له‌ خوا یې د هېواد د اشغال په لوري لومړی ګام پورته کړ؛ هغه اشغال چې شل کاله یې دوام وکړ او د افغانستان خلک یې قرباني کړل.

    هېره دې نه وي چې دا ځل د دې مکارو وطن‌ پلورونکو حقیقت نه یواځې د افغانستان ملت ته، بلکې نړیوالو ته هم څرګند شوی او نور د دوی دا دروغجنې خبرې او له حقیقت څخه لرې ادعاوي څوک نه مني.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهزلمی خلیلزاد: پاکستان بیا ځلي پیل ته اړتیا لري او دا باید د عمران خان له ازادۍ سره پیل شي
    راتلونکي مقاله سالنګ لويه لار له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.