د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ويلي، هېواد کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۲ کسه شهیدان، ۴ نور ټپيان، ۵ کورونه په بشپړ ډول او ۳۳ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي.
د ښاغلي فطرت په خبره د زلزلې یاد تلفات په کابل، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
هغه زياته کړې، چې دا زلزله د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې وه او د نړیوالو معتبرو زلزلهپېژندنې بنسټونو د معلوماتو له مخې، مرکز یې د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې و او ژوروالی یې د ځمکې لاندې ۱۸۶.۳۷ کیلومتره ثبت شوی دی.
