د جدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې توره، کرغېړنه او د سترو جنایتونو پیلامه بلل کېږي. له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان د وخت د زبرځواکو سرو لښکرو له وحشیانه او له جنایته ډک اشغال سره مخ شو. په دې ورځ په الوتکو، ټانکونو، توپونو او پرمختللو وسلو سمبال د شوروي اتحاد لښکرې د افغانستان مقدسې خاورې ته ننوتې او دلته یې د خپلو لاسپوڅو په مرسته د افغانانو د وینې بهولو لړۍ پیل کړه. شوروي اتحاد پر افغانستان تر مستقیم یرغل وړاندې، دلته د خپلې منحوسې او جنایتکاره ایډیالوژۍ (کمونیزم) په مرسته د افغانستان دننه په ځینو کسانو کې نفوذ وکړ، دوی ته یې د لوړو موقفونو او امتیازاتو د ورکړې د ژمنې په بدل کې خپل وحشیانه او جنایتکاره افکار ور پېچکاري کړل او بیا یې پر افغانستان مستقیم یرغل وکړ.
د سرو لښکرو له ناتارونو ډک یرغل سره په افغانستان کې عملاً د افغانانو ازآدي، ابادي، ارزښتونه، ټولنیز امنیت او هر څه له جدي ګواښ سره مخ شول. د دغه یرغل په پایله کې تر یو میلیون پورې افغانان شهیدان، نږدې یو نیم میلیون ټپیان او په میلیونو نور یې د هېواد پرېښودلو او هجرت ته اړ شول. سره لښکر پر افغانستان له یرغل سره سم، څو لاسپوڅي دلته د واک پر ګدۍ کېنول او بیا یې په بې رحمانه ډول د افغانانو پر وړاندې له قساوته ډک کارونه پیل کړل.
له لویو ښارونو نیولې تر ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او لېرې پرتو سیمو، په هر ځای کې سرو جنایتکاره لښکرو په شدت سره د افغانانو د وژنې، ربړونې، شکنجې او د ښارونو، کورونو، عامه تأسیساتو، سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، زیارتونو او حتی هدیرو د تخریب لړۍ پیل کړه. دغه جنایتکاره لښکرو به هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان تر تېغ تېرول، پر دوی یې په ژوندونې او جسدونو زغره وال ټانګونه تېرول، ژوندي به یې په خاورو کې ښخول او زرګونه نور به یې زندانونو ته د شکنجې او ربړونې لپاره وړل.
سره پوځ دا ټول جنایتونه دلته د خپلې ایډیالوژۍ د پلي کولو، د افغانستان د خپلولو، په افغانانو کې د خپلواکۍ، ازآدۍ او اسلامي روحیې د له منځه وړلو او د خپلو شومو اهدافو د پلي کولو لپاره سرته رسول. په کابل او ځینو نورو ښارونو کې یې خپلو څو لاسپوڅو او د دوی کورنیو ته له معیشت او امکاناتو ډک ژوند برابر کړی و، بې صلاحیته او بې واکه څوکۍ یې ورکړې وې او په دې توګه یې له ځان سره په جنایت کې شریک کړي وو. د دوی لاسپوڅو هم د خپلو څوکیو، له معیشت ډک ژوند او امکاناتو د ساتلو لپاره تر دوی یو قدم وړاندې شول او د خپلو هېوادوالو پر وړاندې یې تر سرو لښکرو څو برابره ډېر ظلمونه وکړل، د ټولنې مخکښ کسان به یې نیول، په زندانونو کې یې تر شکنجو، ربړونو، وهلو او ټکولو وروسته مړه یا ژوندي تر خاورو لاندې کول او یا به یې مړي او ژوندي ترې تم کول، چې تر ټولو بدنامه هغه یې پولیګونونه وو.
خو د بشریت او انسانیت ضد دغه لښکرو او د دوی لاسپوڅو په نږدې یوې لسیزې بې وقفې جنایتونو او وحشتونو سره په افغانانو کې نه د خپلواکۍ روحیه کمزورې کړه، نه یې د دوی عقیده بدله کړه، نه یې افغانستان د ځان تابع کړای شو، نه یې دین ترې واخیست، بلکې افغانانو دا ټول ارزښتونه د خپل تن په وینو او د سرونو په نذرانو وساتل، د دوی ټول وحشتونه، جنایتونه او قساوتونه یې وزغمل، خو دې ته تیار نه شول چې د هغوی او د هغوی د لاسپوڅو کمونیستانو جنایتکاره غوښتنې ومني.
بالاخره د افغانانو د قربانیو، هجرتونو، شهادتونو، مبارزې او ستومانیو په پایله کې، داسې ورځ هم راغله چې همدې مغرورو سرو لښکرو په افغانستان کې په ذلت سره ماتې وخوړه او په ټيټ سر له افغانستان وتښېدل، دا ماته یوازې په افغانستان کې ماتې نه وه، بلکې د شوروي اتحاد د ټوټه او پارچه کېدو لامل شوه. په افغانستان کې د دوی لاسپوڅی حکومت هم ډېر ژر دړې وړې او افغانان یې له ظلمونو خلاص شول.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.