د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز د روژې مبارکې میاشتې په خاطر په غزه کې د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې ده.
نوموړي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، اوربند باید دا هم ډاډمن کړي چې په غزه کې اسرائیلي یرغمل شوي کسان د حماس له منگولو خوشې شي.
اولاف شولز ویلي، د دواړو خواوو د خلکو ډېره برخه د سولې او اوربند غوښتونکي دي.
د ۲۰۲۳ز اکټوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د حماس او اسرائیلو ترمنځ نښتې پیل شوې، چې تر دې مهاله دواړو لورو ته زرگونه کسان وژل شوي دي.
د اسرائیلي په هوايي بریدونو کې له ۳۰زرو ډېر ماشومان، ښځې او سپینږیري وژل شوي دي او تر ۴۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.
اوسمهال په غزه کې خلک له سخت حالت سره مخ دي. د غزې، رفح، خان یونس او نورو سیمو خلک پاکې اوبه، درې وخته ډوډۍ، درمل، برېښنا او سرپناه نه لري او د اسرائیلو د ځمکنیو او هوايي بریدونو سره هم مخ دي.