Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پاکستان د تورخم دروازه یو ځل بیا د ناروغانو پرمخ وتړله
    افغانستان

    پاکستان د تورخم دروازه یو ځل بیا د ناروغانو پرمخ وتړله

    صابر افغانصابر افغان11 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ننگرهار سیمه‌ییز مسوولین وايي، پاکستان یو ځل بیا د هغو افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده، چې وېزې یې نه لرلې.

    د ننگرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، د پاکستان د پوځ له لوري پرون د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې ده، چې وېزې یې نه لرلې.

    تر اوسه د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کېدو اصلي لامل معلوم نه دی، خو له دې وړاندې هم پاکستان هغو افغان موټر چلوونکو ته اجازه نه ورکوله چې وېزې یې نه لرلې.

    کابو دوه میاشتې وړاندې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ وتړله چې له وېزې پرته دغه هېواد ته داخلېدل.

    په همدې حال کې هغه ناروغان چې غواړي له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي له گڼو ستونزو سره مخ کېږي.

    دوی له افغان حکومت څخه غواړي له پاکستان سره دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

    ځینو پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی و، چې د روانې مارچ میاشتې له ۳۱مې به هغه افغان ناروغانو او موټر چلوونکو ته به په ټوکن او تش پاسپورټ اجازه ورنه کړي او دوی ته هم وېزه جبري کېږي.

    پاکستان په تورخم کې پر افغان ناروغانو داسې مهال دروازه تړلې، چې پاکستان ډېرو کمو افغانانو ته وېزې ورکوي او د نورو وېزې ردېږي.

    مخکینۍ مقالهد جرمني لومړي وزیر هم په غزه کې د تل‌پاتې اوربند غوښتنه کړې
    راتلونکي مقاله د عمران خان لسګونه پلویان پاکستاني پولیسو نیولي

    مربوطه لیکنې

    ملا عبدالغني برادر په بلخ کې د ۲۲ زره جریبه صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده

    18 سپتمبر 2026

    ملګرو ملتونو کې د چين استازي له افغانستان سره د تعامل او خبرو اترو د پياوړي کېدو غوښتنه کړې

    18 سپتمبر 2026

    ملا برادر اخوند په بغلان کې د ۱۶۷۹ جریبه صنعتي پارک د جوړېدو چارې پرانیستې

    18 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 18 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٦/٢٧ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    ملا عبدالغني برادر په بلخ کې د ۲۲ زره جریبه صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده

    18 سپتمبر 2026

    پاکستان کې د تېلو د کمښت له امله د چارواکو بهرني سفرونه او دولتي مېلمستیاوې بندې شوې

    18 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    18 سپتمبر 2026

    ملا عبدالغني برادر په بلخ کې د ۲۲ زره جریبه صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده

    18 سپتمبر 2026

    پاکستان کې د تېلو د کمښت له امله د چارواکو بهرني سفرونه او دولتي مېلمستیاوې بندې شوې

    18 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.