د پولینډ لومړي وزیر وېکتور اوربان د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړه ننګولې او د صهیونیستي اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې بلنه ورکړې تر څو دغه هېواد ته سفر وکړي.

انډېپنډنټ فارسي خبري شبکې د پولینډ د لومړي وزیر وېکتور اوربان له قوله لیکلي چې، چې نوموړي شنبه د قوس پر درېیمه د نتنیاهو پر وړاندې د جرمونو د نړیوالې محکمې له پرېکړې سره، سره نوموړي ته بلنه ورکړې چې یاد هېواد ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پولینډ د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري او د یاد بنسټ د قوانینو له مخې اړ دی چې د یاد بنسټ پرېکړې عملي کړي.

د یادونې وړ ده چې پر فلسطین د اسرائیلو له برید وروسته نړیوالې سوله‌ساتې او د بشر حقونو ادارو خپل اصلیت بایللی او د اعتبار کچه پرې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version