Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د جمهوريت پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير سيد احمد شاه سادات: د افغانستان اوسنی اقتصادي خوځښت، يواځې د شمېر خبره نه ده؛ بلکې د يوه ملت د بقاء او بيا راپاڅېدو نښه ده
    افغانستان

    د جمهوريت پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير سيد احمد شاه سادات: د افغانستان اوسنی اقتصادي خوځښت، يواځې د شمېر خبره نه ده؛ بلکې د يوه ملت د بقاء او بيا راپاڅېدو نښه ده

    صابر افغانصابر افغان20 دسمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوريت پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير سيد احمد شاه سادات د هېواد وروستيو پرمختګونو ته په اشارې په يوه مقاله کې ويلي، چې افغانستان له سختو نړیوالو بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره سره په وروستیو کلونو کې داسې عملي ګامونه پورته کړي، چې د نا امیدۍ تیاره یې ماته کړې ده.

    د نوموړي په خبره د هېواد دننه د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، د تولیدي سکتور بیا راژوندي کېدل او د اقتصادي نظم نسبي ټینګښت دا ښيي چې افغانستان لا هم د ودې او رغونې وړتیا لري.

    هغه زياته کړې، چې همدې واقعیتونو نړیوال بانک دې ته اړ کړ، څو د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۳.۴ سلنه اټکل کړي؛ یو داسې رقم چې د جګړې ځپلي هېواد لپاره د پام وړ بلل کېږي.

    سادات ويلي «که په ژور نظر ورته وکتل شي، دا اقتصادي خوځښت یوازې د شمېرې خبره نه ده، بلکې د یو ملت د بقاء، مقاومت او بیا راپاڅېدو نښه ده.»

    نوموړي د لویو لارو بيا رغونه، د کابل ښار د سړکونو او واټونو بیا سمسورتیا، د پخوانیو فابریکو فعالېدل او د لسګونو نویو تولیدي مرکزونو پرانیستل له اقتصاد رکوده د وتلو نښه بللې ده.

    د هغه په خبره د ازبکستان او قزاقستان له لارې د اورګاډي سوداګریز دهلیزونه، د هرات له لارې د ۳۵۰ قلمه توکو صادرات د منځني ختیځ، اروپا او هند بازارونو ته، او د هوايي دهلیزونو د مالیاتو کمېدل، افغانستان له سیمه‌ ییز انزوا څخه د وتلو پر لور روان کړی دی.

    د سادات په وينا، د واخان لاره نژدې بشپړېدل نه یوازې جغرافیوي بدلون دی، بلکې د اقتصادي خپلواکۍ او ستراتیژیک اتصال یو مهم ګام بلل کېږي.

    هغه په مالي برخه کې د افغانۍ ثبات، د اسعارو کنټرول او په امنيتي برخه کې په ټول هېواد او پنجشېر ولايت کې د امنيت ټينګښت لويې لاسته راوړنې بللې دي.

    سادات پر دې سربېره، په پوځي برخه کې پياوړتيا او د طبيعي سرچينو سم مديريت هم ستايلی دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان پخوانی لومړی وزیر او میرمن یې پر ۱۷-۱۷ کاله بند محکوم شول
    راتلونکي مقاله جنبش ګوند هم دوه سری شو؛ قیصاري ځان د جنبش ګوند مشر اعلان کړی

    مربوطه لیکنې

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    سرحدي پوليسو ايران سره پر پوله په واورو کې بند پاتې مسافر ژغورلي

    22 دسمبر 2025

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت: د ا.ا له راتګ راوروسته نږدې اووه میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

    22 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 دسمبر 2025

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه…

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    22 دسمبر 2025

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،095 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،042 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،101 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.