د شوری غړو له خپلو جنایتونو د ځان سپینولو لپاره د «مقاومت» شعار غوره کړی دی. دوی هڅه کوي چې د اوسني وضعیت پر وړاندې مبارزه د ولس په سترګو کې د مشروعیت پوښ تر لاسه او په رسنیو کې د قرباني رول ولوبوي، همدا د دوی یوه مشهوره تاکتیکي وسیله ده، تر څو خپل تېر تور تاریخ تحريف او له خلکو یې هېر کړي. دوی هڅه کوي چې د کورنیو جګړو مسؤلیت پر نورو ور واچوي او ځانونه بېګناه وښيي.
په تاریخ کې داسې بېلګې هم شته چې د جنایتکارو ډلو پر وړاندې ولس په یووالي بریالی شوی او دا د افغان ولس لپاره هم یوه اړینه تجربه ده. پایله دا ده چې د «مقاومت شوری» د نوم تر شا د پټو تورو کیسو یو نوی فصل دی. که ولس د تېر تاریخ له درسونو زدهکړه ونه کړي، همدغه څهرې به د سبا ورځ د نوي بحران لامل هم وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.