د ملي دفاع وزارت د سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۱۴۷ ځوان سرتېري د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ کې مسلکي زده‌کړې بشپړې کړې.

د یادې قومندانۍ د مطبوعاتو امریت هندوکش‌غږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې فارغ شویو سرتېرو ته د دغې قومندانۍ په سرحدي پیاده کورسونو کې درې میاشتنۍ زده‌کړې ورکړل شوې دي.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال لارښوونه کړې، چې د اوامرو اطاعت او په کلک عزم او قوي عقیدې د هېواد له سرحداتو دفاع وکړي.

ورته مهال، نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده‌کړو او ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version