د راپورونو له مخې، د امریکا له خوا د لبنان او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند له غځېدو سربېره د یاد رژیم او حزب الله ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

حزب الله د سرغړونو په ځواب کې پر صهیونیستي اهدافو شپږ بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې یو صهیونیستي عسکر ټپي شوی او یوه بې پیلوټه الوتکه یې راغورځول شوې ده.

بل لور ته د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د لبنان په سوېل کې پراخ هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې نهو تنو ژوند بایللی او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د لبنان حزب الله ډلې خبرداری ورکړی چې که صهیونیست رژیم په بشپړه توګه اوربند ته غاړه کېنږدي، دوی به یې هرې سرغړونې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version