راپورونه وایي، ختیځه افریقا کې د القاعدې پوځي څانګې “حرکة الشباب المجاهدین” محکمې د سومالیا مرسدي او وعیسلي قومونو ترمنځ څو کلنه شخړه د دیتونو په ورکړې حل او پای ته رسولې ده.
د دې پرېکړې له مخې، مرسدي قبیلې د ۳ وژل شویو او څو ټپیانو په بدل کې د ۳۲۴ اوښانو معادل ۱۸۹زره ۲۱۶ ډالر وعیسلي قبیلې ته ورکړي او په مقابل کې یې وعیسلي قبیلې هم د مقابل لوري ټپیانو د تاوان په توګه د ۱۲ اوښانو په ارزښت ۶زره ۷۲۰ ډالره تادیه کړي دي.
په ورته مهال، د دواړو قومونو مشرانو د دې «شرعي» پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د تلپاتې سولې لپاره يو مهم ګام بللی دی.
