د حزب الله نشراتي ادرس ويلي، چې د حزب الله مشر نعیم قاسم په خپل تازه پيغام کې د لبنان حکومت اسرائیل ته په سرټیټۍ تورن کړی او د مستقیمو خبرو بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅکله به خپله وسله کېنږدي، بلکې تر بشپړې ازادۍ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

قاسم د اوربند په برخه کې د ایران رول مهم بللی او له لبناني چارواکو یې غوښتي چې د مقاومت ضد پرېکړې لغوه او د حزب الله پر ځای د اسرائیل پر ضد ودريږي.

ورته مهال، د حزب الله یوه لوړپوړي قومندان ویلي، چې له اسرائیل سره د مقابلې لپاره د ۸۰مې لسیزې له جنګي تکتیکونو او ډله ییزو فدايي بریدونو کار اخلي او د همدې لپاره یې په اشغال شویو سیمو کې ځانګړې ډلې ځای پر ځای کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version