د بلوچستان ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې وسله‌والو یې د اپرېل له ۱۵مې تر ۲۵مې نېټې بلوچستان کې د پاکستان پوځي رژیم پر پوځي او استخباراتي ادارو ۲۷ بریدونه کړي.

د اعلامیې له مخې، د دغو بریدونو په ترڅ کې د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتي شبکو ۴۲ غړي هلاک شوي، تر ۲۹ ډېر ټپیان شوي او یو يې ژوندی نیول شوی دی.

د بلوچستان ازادۍ پوځ ویلي، په دغو بریدونو کې یې ګڼ شمېر پوځي تاسیسات تخریب کړي او یو شمېر مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

بي‌اېل‌اې په یاده موده کې د نښتو پر مهال د خپلو ۳ سرمچارانو او ۱۱ ملکيانو وژل کېدل هم منلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version