Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د حسن نصرالله وژنه او د منځني ختیځ راتلونکی!
    لیکني

    د حسن نصرالله وژنه او د منځني ختیځ راتلونکی!

    صابر افغانصابر افغان28 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر مياشتې له ۷مې نيټې چې د حماس جهادي غورځنګ لخوا د اشغالګر صهیونستي رژيم څخه د خپلو ځمکو او سیمو نيولو په موخه يو نه اټکل کېدونکی او غافل ګير هر اړخيز بريد ترسره شو، د کوم بريد ترسره کېدلو چې د نړۍ په مخکښو استخباراتي سازمانونو کې موساد هم په شنډولو او له وړاندې يې د خبر ترلاسه کولو پاتې راغی.

    د هغه تاريخي او خونړي بريد له پيل سره د سېمې او نړۍ هيوادونو ته د خپلو موخو لپاره يو ګرم د جګړې ميدان پيدا شو.

    د همدې ميدان له پيداوالي سره، د نړۍ د مطبوعاتو او نورو ټولو توجو د‌ اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې په ځای منځني ختيځ د فلسطین او صهيونيستي رژيم خوا ته واوښته.

    په دې لړ کې دوه قوي د سیمې او نړۍ ظاهري غليمان(امريکا او ايران) سره ښکر په ښکر شول؛ دې ښکرکېدلو نه يوازې چې د فلسطیني نسل وژنې د مخنيوي او اور کې کمښت راوست، بلکې په بل شوي اور يې نور تېل هم وپاشل.

    د وخت په تېرېدلو سره ايران او امريکا په ظاهري توګه د دې جګړې د پای ته رسولو هڅې کولې؛ د همدې موخې لپاره د ايران د وخت د بهرنيو چارو امير عبدالهيان ۱۴ بهرني سفرونه او په ځانګړې توګه منځني ختيځ ته لاړ، خو د اختتام او کمزورۍ په ځای یې دا اور لا تازه کړ.

    همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن هم سيمې ته ۸ سفرونه وکړل، خو دا هرڅه غوولونکي او تېر ايستونکي ځکه وو چې د ملګرو ملتونو لخوا د فلسطین او صهيونيستي رژيم ترمنځ د اوربند د مسودې رد يا ويټو رايه امريکا وکاروله او د دایمي اوربند مخالفت يې ترسره کړ.

    ايران او امريکا په ګډه په سیمه کې سيالي پر مخ روانه کړې وه او دا سیالي دې ځای ته را ورسېده چې د ايران لخوا په سیمه کې د نيابتي جګړو تر ټولو د قوي ډلې حزب الله مشر حسن نصرالله تېره شپه په صهیونیستي رژيم وواژه.

    د عربو د اسلامي شوری مشر وړمه ورځ له عربي ټلويزوني رسنۍ سره په یو بحث کې وژل شوي حسن نصرالله ته له وژل کېدلو ۲۰ ساعته وړاندې وويل: ايران ته خرڅ کړې، خپل وصیت دې ولیکه، زه نه شم کولای چې ووايم څنګه او په څه يې خرڅ کړې، خو ته بايد خپل خپلوان راټول او خپل وصیت دې ولیکې.

    د همدې مرکې ۲۰ ساعته نه وو تېر شوي چې د صهیونستي رژيم د يو دقيق هوايي بريد په پايله کې حسن نصرالله د خپلو څو مهمو قومندانانو سره ووژل شو.

    د ده له وژنې سره بیا ايران د نورو وژل شويو ايراني او لبناني مشرانو په شان د غچ اخيستنې نغارې وډنګولې، خو په حقيقت کې به هيڅ هم ونه کړي.

    ايران او امريکا اوس په منځني ختيځ کې مخامخ د نورو په کورنو کې رقابتونو ته ننوتل؛ دا جګړه پراخېږي او تر ټولو ډېر تاوان به یې په منځني ختيځ کې بې وسه او د مرګ په خوب ويده عربان ګالي.

    صهيونيستي رژيم به پراخه کچه سره يو په يو عرب هيوادونه ټکوي او د ايران لخوا به یې يوازې غندنې کېږي؛ هغه چې وايي د اوبو خړول او د ماهيانو نيول به پکې کېږي، همداسې حالت را روان دی.

    دا سیمه به د يوې اوږدې جګړې شاهده وي، د کنټرول او تېزوالي بټنې او انتخابونه به یې له امريکا او ايران سره وي، خو د دوی نیابتي ډلې به په سیمه کې يو او بل سره خوري او دا سیمه به له غلامۍ او بدمرغيو پرته نور د هيڅ وي؛ ايران او امريکا يې هم سوله غوښتونکي، هم ننداره چيان او هم عملي د پردې ترشا د جنګېدونکو ډلو ملاتړي.

    حزب الله به په څو ساعتونو کې نوی مشر وټاکي، هغه به هم توندې خبرې او اعلاميه ورکړي، خو د ايراني رژيم له غوښتنو او پاليسو به غلط ګام کېنږدي؛ دا لوبه نوره هم ګرمېدونکې ده، خو کنټرول او واک یې د امريکا او ايران په لاس کې دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهحماس د حسن نصرالله وژل کیدو ته په غبرګون: يو مشر لوېږي بل راپورته کېږي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۳/۲۵ ھ ق.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د…

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.