Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه ۲۳۵ تنه د مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
    افغانستان

    د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه ۲۳۵ تنه د مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش3 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د حضرت ابو عبیده بن جراح د ملي دفاع پوهنتون څخه ۲۳۵ تنه د مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول او ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې شول.
    له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه فراغت غونډه کې د سرپرست حکومت د کابینې د غړو سربېره پکې یو شمېر غړو، مسوولینو او مشرانو هم گډون کړی و.
    د ملي دفاع وزارت چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې وویل، چې تاسې د دې خاوري بچیان یاست، د خاورې خدمت به کوئ او د خپلو پولو سمه ساتنه به کوئ.: (تاسو د دې خاورې بچیان یاست او دې خاورې ته به خدمت کوئ او د اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ به سرحداتو ساتنه کوئ، تاسو ته ملت امېدونه لري او د ملت شتمني په تاسو مصرف شوې، بايد خپل مسووليت په ښه اخلاص تر سره کړئ؛ قومي، نژادي او سمتي تبعيض څخه ځانونه وساتئ.)
    په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم گډون کړی و. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، زموږ سلفو هم قرباني ورکړې او موږ هم چمتو یو چې قرباني ورکړو.: (لکه څنګه چې زموږ سلفو قرباني ورکړې، همدارنګه به موږ هم قرباني ورکوو او خپل هېواد او خاورې ته به خدمت کوو، ملت بايد راضي کړو، ترڅو زموږ ملت زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږي.)
    پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت راهیسې نږدې هره اوونۍ سلگونه ځوانان د پولیسو او اردو لیکو ته په مسلکي ډول روزل کېږي او د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې په دندو ګمارل کېږي.
    اوسمهال د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوند زرګونه ځوانان د مسلکي روزنې لاندې دي، چې په نږدې وخت کې به فارغ شي او ټولنې ته به د خدمت لپاره وړاندې شي.

    مخکینۍ مقالهملګري ملتونه که د فشار ادرس
    راتلونکي مقاله ټلواله، پرون، نن او سبا

    مربوطه لیکنې

    د برېښنا شرکت رييس او ميرويس عزيزي ترمنځ ليدنه کې د پروژو د چارو پر چټکتيا خبرې شوي

    23 اکتوبر 2026

    د هېواد محاکمو په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱۵۰ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    22 اکتوبر 2026

    پنجشیر کې د ۹۳ زره ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

    22 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 23 اکتوبر 2026

    د نیابتي جبهاتو رواني جګړه؛ د ټولیز امنیت ضد اعلامیو تر شا پټې موخې

    له هغې ورځې راهیسې چې افغانستان د تښتېدلو مخالفینو له ناوړه شتون څخه پاک شوی…

    پوتين ويلي مسکو چمتو دی چې راتلونکې مياشت له اوکراين سره د سولې خبرې بیا پيل کړي

    23 اکتوبر 2026

    د برېښنا شرکت رييس او ميرويس عزيزي ترمنځ ليدنه کې د پروژو د چارو پر چټکتيا خبرې شوي

    23 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نیابتي جبهاتو رواني جګړه؛ د ټولیز امنیت ضد اعلامیو تر شا پټې موخې

    23 اکتوبر 2026

    پوتين ويلي مسکو چمتو دی چې راتلونکې مياشت له اوکراين سره د سولې خبرې بیا پيل کړي

    23 اکتوبر 2026

    د برېښنا شرکت رييس او ميرويس عزيزي ترمنځ ليدنه کې د پروژو د چارو پر چټکتيا خبرې شوي

    23 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.