مصري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په شرم الشیخ ښار کې د حماس او صهیونیستي رژیم د مرکچیانو ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې پیل شوې.
په راپور کې راغلي، چې د دغو مذاکراتو موخه د دواړو لوریو د بنديانو د خلاصون پر شرايطو خبرې کول دي.
د راپورونو لهمخې، د حماس د مرکچي پلاوي مشري خلیل الحیه او د صهیونیستي رژیم د پلاوي مشري بیا د ستراتیژیکو چارو وزیر ران درمر کوي.