د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تحلیلي راپور له مخې، د پاکستان په غرنیو سیمو کې د پاکستاني طالبانو بیا راټوکېدنه او تر لويو ښارونو رارسېدل د دې هېواد لپاره په وروستۍ يوه لسيزه کې تر ټولو ستر امنیتي ګواښ ګرځېدلی دی.
راپور لیکي، چې پاکستاني طالبانو د غورځنګ جنګیالي چې څو کاله مخکې یې فعالیتونه کمزوري شوي وو، اوس یو ځل بیا منظم شوي او د پاکستان د پوځ پر ضد یې قوي چریکي جګړه پیل کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې که څه هم پوځ هڅه کړې ده، د ډرون او نورو بريدونو له لارې د پاکستاني طالبانو مخه ونیسي؛ خو په دې بهیر کې یې ګڼ شمېر سرتېري له لاسه ورکړي، لسګونه زره خلک بېځایه شوي او له پوځ د ځايي خلکو ناراضايتي لا پسې زیاته شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني طالبانو حضور د پاکستان د هغه پوځ کنټرول کمزوری کړی، چې ځانته د سیمې د یوه ځواکمن پوځ خطاب کوي او مشر یې عاصم منیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ په وروستۍ ليدنه کې د «سیمهیزې امنیتي همکارۍ» خبره کړې وه.
نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو له مخې ويلي، چې پاکستان کې په کور دننه د جګړې د پراخېدو وضعیت د پوځ بریالیتوبونو له صفر سره ضرب کړي او په باجوړ، سوات او وزیرستان کې د جګړې دوام، د پوځ په بريدونو کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی او د خلکو بېځایه کېدلو د پوځ پر پالیسۍ او تګلارې د عامو خلکو باور له منځه وړی او شکونه یې جوړ کړي دي.
نيويارک ټايمز همدا راز په خپل راپور کې د واشنګټن د «سټیمسن» مرکز د څېړونکي اسفندیار میر له قوله ليکلي:«د پاکستاني طالبانو پیاوړتیا د دې ښکارندويي کوي، چې د ځواک توازن د اسلاماباد د امنیتي ادارو پر ضد روان دی.»
راپور زیاتوي چې د پاکستان د طالبانو تحريک ځواکونو د پاکستان د پوځ پر ضد بریدونه پياوړي او دقيق کړي؛ خو کله نا کله ملکي وګړي هم د جګړې قربانیان ګرځي.
نيويارک ټايمز دغه راز د پاکستان «د سولې د مطالعاتو مرکز» هغه راپور هم راخيستی چې ويلي یې و، د ۲۰۲۴کال په ترڅ کې په پاکستان کې د بریدونو شمېر د ۲۰۱۵ راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و او شاوخوا ۹۰ سلنه یې د پاکستاني طالبانو له لوري شوي وو.
د سرچينې په ياد تحليلي راپور کې راغلي، چې د نړۍ په کچه په جګړو د څار «ACLED» ادارې شنونکي «پرل پندیا» نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي: «د تحریک طالبان پاکستان تمرکز اوس د پوځ پر ضد مستقیمو بریدونو ته اړول شوی؛ خو د پاکستاني طالبانو پر ضد د پوځ د عملياتو تګلاره بریالۍ نه شي ګڼل کېدای.»
نيويارک ټايمز همدا راز د خپل دې تحليلي راپور په جمعبندۍ کې ليکلي، چې پاکستاني طالبان د پاکستان پوځ پر ضد په يوه منظم سرتېري ځواک بدلېدونکي دي، چې مخه نيول یې پاکستاني حکومت ته خورا سخت او ان ناممکن ګڼل کېږي.