راپورونه وايي، د حماس غورځنګ د مرکچي پلاوي د مشر خليل الحية زوی عزام الحية، چې بېګا شپه پر غزې د اسرائيلي رژيم د تازه بريدونه له امله ټپي شوی و، په شهادت رسېدلی.
اسرائیلي رژيم بېګا شپه پر غزې تړانګې پراخ بريدونه کړي، چې په پايله کې یې د عزام الحية په ګډون لسګونه نور عام وګړي شهیدان او ټپيان شوي.
د یادونې وړ ده، چې د خلیل الحیه ۳ نور زامن په غزه کې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې او درېیم زوی یې په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د حماس مشرتابه پر ضد د اسرائیل په یوه برید کې شهیدان شوي دي.


