د حماس غورځنګ لوړپوړي مشر عزت الرشق په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې دوی د اګست په ۱۸مه د غزې جګړې په اړه د منځګړو وړاندیز منلی؛ خو د صهیونیستي رژيم لومړي وزیر بنيامين نتنياهو تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
د حماس دغه مشر څرګنده کړې، چې دوی د یوه هر اړخیز اوربند لپاره چمتووالی ښودلی، چې له مخې به یې ټول فلسطیني بندیان آزادېږي او په بدل کې به یې د حماس له لوري د نیول شویو اسرائيلي بنديانو د شمېر په اړه هوکړه کېږي، څو جګړه او اشغال پای ته ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې نتنياهو د بنديانو د تبادلې او اوربند د تړونونو اصلي خنډ دی او هغه غواړي چې جګړه بې پایلې روانه وساتي.