د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “کتائب القسام” خبر ورکړی چې ځواکونو یې د خان یونس په ختیځ الفراحین سیمه کې پر صهیونیستي پوځیانو د ماین چاودنه ترسره کړې، چې له امله یې یو شمېر سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.
د خبر له مخې، القسام ځواکونو تر چاودنې وروسته پر یادو صهیونیستي پوځیانو د هاوان بریدونه هم کړي دي.
د خبر پر دوام راغلي چې، د برید له ځایه د یو ویجاړ شوي پوځي موټر شاتګ هم لیدل شوی او د مړو او ټپیانو د لېږد لپاره یوه الوتکه هم سیمې ته استول شوې ده.